امنیت

په سرپل ولايت کې يوډآر اچوونکي ووژل شو

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
يو ډار اچوونکي پرون دسرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې ووژل شو .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار  د باختراژانس  خبريال ته وويل چې ډار اچوونکي غوښتل دسانچارک ولسوالۍ په تغايخواجه کلي بريد وکړي چې دامنيتي ځواکونو او دوګړني پاڅون کوونکو له غبرګون سره مخامخ شول .
  دستيار زياته کړه چې له امله يې  دوسله والو  مخالفينو دډلې  يوغړى ګل محمد ووژل شو او دصياد ولسوالۍ دګنده کلي اوسيدونکى خورشيد په نامه يومشکوک ونيول شو .
دغه راز ددغې ډلې سرګروپ  په ابو بکر مشهور حميد الله له دريو تنو افرادو سره په دغو عملياتو کې ټپي شو
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اووګړني پاڅون کوونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته