ټولنه

ملت د ټوپکوالۍ بله څپه نه شي زغملی

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د هېواد په یو شمېر سیمو کې د جګړې له تودېدو او پراخېدو سره جوخت د ولسي غبرګون یوه پیاوړې څپه هم پارېدلې ده. د خلکو احساسات د قدر وړ دي؛ خو یوه اندېښنه هم شته او هغه د ټوپکوالۍ ګواښ دی. ملت د ټوپکوالۍ بله څپه زغملی نه شي. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د هېواد په ګڼو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پرخلاف د خلکو کرکه او غوسه پارېدلې ده او دوی خپل بشپړ تیاری ښودلی دی چې د جمهوریت او نظام دفاع ته مټې راونغاړي او وسله په لاس د خپلو ښارونو، کلیو او ټولګتو تاسیساتو دفاع وکړي.
د ولسونو دغه راز احساسات او ولولې د قدر وړ دي او دا احساسات د دوی د هېواد پالنې لوړې روحیې ښکارندویي کوي. کله چې د ولسونو دغه راز احساساتو او ولولو ته ګورو؛ نو له یوې خوا باید ورته خوښي څرګنده کړو؛ خو له بلې خوا یوه ستره اندېښنه هم شته او هغه دا ده چې یو شمېر پخواني جګړه سالاران غواړي د ولسي پاڅونونو امتیاز خپل کړي او د دغو پاڅونوالو مشري وکړي.
موږ ګورو چې د یو شمېر جګړه سالارانو بازار په دغو ورځو کې ښه تود دی. منو چې د جمهوریت دفاع، د نظام ننګه او ملاتړ او د وسله والو مخالفانو د زور زیاتی مخنیوی د هر رښتیني افغان مسوولیت دی او باید دا مسوولیت په ښه توګه سرته ورسوي؛ خو کله چې د ټوپکوالو او پاټکوالو موضوع مطرح کېږي؛ نو دلته بیا د ولس شکونه راولاړېږي.
موږ په اویایمو کلونو کې ولیدل چې د همدغو ټوپکوالو، پاټکوالو او جګړه سالارنو له لاسه ولس اړ شو چې د طالبانو هرکلی وکړي. نن یو شمېر شنونکي وایي چې طالبان بدلون نه دی موندلی؛ ښایي دا خبره واقعیت ته نږدې وي؛ خو پوښتنه دا ده چې آیا هغو پخوانیو جګړه سالارانو او ټوپکوالو بدلون موندلی دی؟ ځواب روښانه دی: هغوی هم بدلون موندلی نه دی.
د وسله والو مخالفانو پر خلاف جګړه کې پر پخوانیو جګړه سالارانو، ټوپکوالو او پاټکوالو حساب کول او تکیه کول یوه تاریخي تېروتنه ده. منو چې د وسله والو مخالفان پر خلاف جګړه کې او همدارنګه د نظام او جمهوریت په دفاع کې د ولس همکارۍ ته داسې اړتیا ده لکه په سبو کې مالګې ته. واقعیت دا دی چې د ولس له همکارۍ پرته دا جګړه ګټل کېدای نه شي. د حکومت یوستر نوښت او تدبیر باید دا وي چې په خورا پراخه کچه د خلکو همکاري راخپله کړي، د هغوی ملاتړ راخپل کړي او هغوی د هېواد او جمهوریت په دفاع کې بسیج کړي. دا د اوسني پړاو یوه ستره تاریخي اړتیا ده. ولس هم همکارۍ ته چمتو دی، نه یوازې همکارۍ ته چمتو دی؛ بلکې هر ډول سرښندنې او همکارۍ ته هم چمتو دی.
مهمه او اصلي خبره دا ده چې دا ولسي پاڅونونه ښه مدیریت شي. یوه خبره ډېره مهمه ده او هغه دا چې باید جګړه سالارانو، ټوپکوالو او پاټکوالو ته په هېڅ ډول اجازه ورنه کړل شي چې بیا شخصي ملېشې جوړې کړي، د دغو پاڅونوالو مشري په خپل لاس کې واخلي او د وسله والو مخالفانو پرخلاف د جګړې په نامه ولس یرغمل کړي.
موږ باید خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي او غښتلي کړو او داسې یو میکانیزم جوړ شي چې ولسي پاڅونونه په یو قانوني چوکاټ کې راونغاړل شي او مشري یې د ملي اردو او پولیسو اړوندو ټولګیو ته وسپارل شي. ملت د پخوانیو جګړه سالارانو، ټوپکوالو او پاټکوالو تېرې ترخې خاطرې لا نه دي هېرې کړي او د ټوپکوالۍ د بلې څپې زغم نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته