اقتصاد

په بلخ کې دپياز وحاصلات زيات شوي دي .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
په بلخ ولايت کې دپيازو  حاصلات سږ کال په سلو کې پنځلس زيات شوي دي .
هره ورځ دبلخ ولايت په ګډون دافغانستان په سلګونو ټنه پياز دعطاري او واګه بندرونو له لارې هندوستان ته صادريږي .
  دبلخ ولايت  دسوداګرۍ  اوصنايعو دخونو دادارې مسوول شير احمد سپاهي زاده دباختراژانس خبريال ته وويل دهغو تفاهم ليکونو له مخې چې دافغان او هندي سوداګرو ترمنځ لاسليک شوي دي دافغانستان پياز هندوستان ته صادريږي .
ويل کيږي دبلخ ولايت په هيواد کې  کرنيز  او زيات حاصل ورکوونکي ولايت دى او زياتره خلک   دکرنې او مالدارۍ له لارې دخپل ژوندانه  چارې سمبالوي او ددغه ولايت کرنيز حاصلات پياز  غنم اوربشې  ، جوار ، وريجې ، انګور ، خټکي  او هندوانې  دي .
دبلخ ولايت دکرنې  رياست دکرنيزو چارو آمر وايي هرکال په دغه ولايت کې په درې زره جريبه ځمکه کې پياز کرل کيږي او بزګران  ښه حاصلات ترلاسه کوي .
ده زياته کړه دپلورنې  دبازار نشتوالي هرکال ددې سبب کيږي چې بزګران خپل پياز په تيټه بيه وپلوري .
له نيکه مرغه سږ کال ددوى پياز هندوستان ته صادريږي .
بزګران له دولت څخه غواړي چې ددوى دکرنيزو حاصلاتو دساتنې په خاطر سړې خونې جوړې کړي چې له اندازې زيات بهر ته ددوى دحاصلاتو  دصادرولو مخه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته