سیاست

جمهوررئیس غني د کاپیسا له عالمانو سره په کتنه کې: د هېواد په مهمو مسایلو کې د عالمانو رول ارزښتناک دی

 کابل باختر د زمري ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کاپیسا ولایت ته د خپل سفر  پر مهال پرون مازدیګر د دغه ولایت له عالمانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کاپیسا د عالمانو په استازیتوب د دې ولایت د عالمانو شورا رئیس مولوي میرویس کریمي د فساد، غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د جمهوررئیس د دریځ قدرداني وکړه او د بودجې د نشتوالي، د علماو د قاتلینو د عدلي تعقیب، مدرسو لپاره د معیاري نصاب، د تالیف او کتابونو د چاپ او د دارالعلومونو د زیاتوالي په اړه یې خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس محمداشرف غني د یادو عالمانو د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته د سولې او اوربند په اړه د دوی د متفقې فتوامننه وکړه او زیاته یې کړه کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوم چې د عالمانو د قاتلینو موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان د دیني مدرسو د معیاري نصاب د جوړولو لپاره به کار وشي او دا مهال د هېواد مدرسو ته د شپږ زره قرآن شریفونو د وېشلو لړۍ دوام لري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ټاکنیزو مسایلو ، سولې پروسې او اوربند ته په اشارې وویل، د هېواد په مهمو مسایلو کې د عالمانو رول ارزښتناک دی او د عالمانو متفقه فتوا د ددې لامل وګرځېده چې اوربند په بریالي ډول عملي وشي. پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته