کابل باخترد ثور دمياشتې ٣٠ :
دجمهوري رياست د سرپرست دټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزى فرمان!
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د يو فرمان په ترڅ کې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ته واک ورکړ چې دهندجمهوريت له سفرڅخه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د چارو سرپرستي وکړي.
په فرمان کې دلوى خداى (ج) له دربار څخه په سپارل شويو چاروکې ده ته د زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ