(PS)خبرونه(PS)ورزش

کونړ کې د واليبال منتخبې لوبډلې غوراوي سیالۍ پيل شوې

کابل، د غوايي ۱۳ مه، باختر

د کونړ ولايت د ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د مرکز اسعد اباد ښار په نو اباد سيمه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال منتخبې لوبډلې ټاکلو سيالۍ پيل شوې.

والیبال فدراسیون ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې لومړى ځل دى چې په دغه ولایت کې د واليبال منتخبې لوبډلې لپاره د غوراوي سیالۍ ترسره کېږي.

سرچینه زیاتوي چې د دغو سياليو په پيل کې څلور لوبي وشوې. په وینا یې، په لومړۍ لوبه کې غازي اباد او وټه پور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې چې ٢-١ میدانونو په توپیر غازي اباد لوبډلې وګټله. په دوهمه لوبه کې ننګلام لوبډلې ٢-١ میدانونو په توپیر غازي اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه، درېيمه لوبه د نرنګ او نواباد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ٢-١ میدانونو په توپیر د نرنګ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا