امنیت

په ننګرهار کې دډار اچوونکو په سنګرونو برېدونه وشول .

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دهېواد هوايي ځواکونو  په ننګرهار کې  دطالبانو اوداعشيانو په سنګرونو برېدونه وکړل .
درارسېدلو خبرونوله مخې ،  په دغو برېدونوکې ١٢ ډار اچوونکي ووژل شول اودهغوى  څلور سنګرونه له ټولوجنګي وسايلو سره يې  دړې وړې شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې طالبان او داعشيان  دپوځيانو له ويرې  په خپلو سنګرونوکې پټ شوي و ، چې برېدونه پرې وشول .
هغه تاييد کړه چې دهوايي پوځ په دغو برېدونوکې دطالبانواو داعش دډلو  ١٢ غړي ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، پوليس  دننګرهار په ګڼ مېشتو لارو کې  داوولسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کېدو په مخنيوي بريالي شول .
طالبان  ددغو ماينونو دښخولو عاملان بلل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته