
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۳مه، نړۍ
د کوریا مرکزي خبري اژانس د معلوماتو پر اساس د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د تېرې جمعې او شنبې په ورځو کې د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو او توغندیو جوړولو له کارځایونو څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته امر کړی، چې د توغندیو او نورو وسلو د تولید په برخه کې زیاتوالی راولي.
کیم ویلي، چې د پرمختللو توغندیو او وسلو جوړول د شمالي کوریا اړتیا ده او په دغې برخه کې یې پر چټک کار کولو ټینګار کړی دی.
کیم دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ کلني پوځي تمرینات پیل شي.
د شمالي کوریا له لوري د لا نورو عصري توغندیو او وسلو د جوړولو هڅه په داسې مهال کیږي، چې موده وړاندې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو له کېم جونګ اون سره د لیدنې لپاره پیونګ یانګ ته ولاړ.
شمالي کوریا ته د سرګي شویګو تر سفر وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګوا کې د روسیې د دفاع وزیر له پیونګ یانګ څخه د وسلو د پېرلو لپاره سفر کړی دی.