
بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۱ مه، نړۍ
د کوریا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې؛ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پرون دوشنبې ناوخته له پوینګ یانګ څخه د ځانګړي اورګاډي په واسطه د روسیې شمال ته رسېدلی دی.
خبر زیاتوي چې په دغه سفر کې د شمالي کوریا د حکومت او د دغه هېواد د کارګر ګوند ځینې لوړ پوړي چارواکي د کېم جونګ اون ملګري دي خو د دغه پلاوي رسمي غړي لا نه دي کره شوي، چې څوک په کې شامل دي.
د یاد خبري اژانس له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې کېم جونګ اون دغه سفر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل کړی دی.
روسیې ته د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون دغه سفر په داسې مهال کېږي، چې پرون مسکو کې د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف ویلي وو، د دواړو هېوادونو مشران به په روسیه کې وګوري او د علاقې وړ موضوعاتو باندې به خبرې وکړي.
د ځینو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د پوتین او اون تر منځ دغه کتنه د روسیې په شمال کې وشي.
روسیې ته د شمالي کوریا د مشر تر سفر وړاندې امریکا خبر ورکړی وو، چې پویتن غواړي د دغې کتنې پر مهال له پیونګ یانګ څخه د وسلو د رانیولو موضوع مطرح کړي.
د روسیې د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دغه کتنه په داسې مهال کېږی، چې د مسکو او کیف ترمنځ جګړه لا په تودېدو او د پوینګ یانګ او واشنګټن ترمنځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي.