اقتصاد

په جوزجان کې دسويا اوړو دتوليد کارخانه جوړه شوه.

کابل باختر د ليندى لسمه :
په جوزجان کې دسويا اوړو دتوليد او انډې کولو لومړى کارخانې په کار پيل وکړ .
دکارخانې دتصدى مسوولې نيلاب صادق اوغلو ددغې کارخانې دجوړولو موخه بې وزلو ښځو لپاره کارموندل وبلل  او ويې ويل چې ددغې کارخانې دجوړولو لپاره يوسلو پنځوس زره امريکايي ډالره لګيدلي دي .
ميرمن صادق اوغلو وايي چې دغه کارخانه په څلور ويشتو ساعتو کې ديو ټن سويا اوړو دتوليد او پروسس ظرفيت لري .
دې زياته کړه چې سويا څلويښت  سلنه پروتين او دولس سلنه غوړي لري چې له هغې څخه دپنيرو ،  شيدو او غوړيو په ګډون څه دپاسه اويا ډوله خوراکي توکي ترلاسه کېږي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته