امنیت

د ننګرهار د ملي امنيت يو کارکوونکى شهيد شو

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې د ملي امنيت يو کارکوونکى شهيد شو او د درېيو پوځيانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول. ماين واټ ته څېرمه ښخ شوى و او نن هغه وخت وچاودېد چې د ملي امنيت منسوبينو د موټرو په پلټنې بوخت وو. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د ملي امنيت يو کارکوونکى شهيد شو او د درېيو پوځيانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول. په جلال ابادښارکې د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغې چاودنې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللې دى. تراوسه د دغې ماين ښخونې مسووليت چا نه دى منلى، خو پوليس وايي چې د پېښې د عاملينو د نيولو په لټه کې دي. ختم -ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته