خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو ۵ کسیزه ډله ونیول شوه

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر

د ننګرهار د استخباراتو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې یې د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن خلاص کړی او په تړاو یې پنځه تنه نیول شوي دي.

د یاد ولایت د استخباراتو ریاست ویلي، چې له نیول شویو کسانو یې وسلې، موټر او پنځوس زره ډالر هم ترلاسه کړي دي.

په خبره یې، ترلاسه شوې پیسې یې د هغه ځوان کورنۍ ته بېرته سپارلي چې غلو ترې اخیستې وې.

د یو بل خبرله مخې؛ د کندز د استخباراتو ریاست وايي چې په ارچي ولسوالۍ کې یې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمیر وسلې، مهمات او د لسګونو بوتله شرابو په ګډون بېلابېل نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا