سیاست

آلمان د پنجشير د بنسټونو د پياوړتيا لپاره مرسته کوي

کابلباختر دسنبلي٢١
يوه آلماني ډيپلو مات دپنجشير ولايت ته په سفرکې وويل چې هيواد به يې د پخوا په شان په دغه ولايت کې دبنسټونو د پياوړتيا او د بيارغاونې د بهير دګړندي کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
همدا اوس د آلمان په مالي ملاتړ د افغانستان په شمال کې د بيارغاونې د لسګونو پروژو دعملي کولو کار دوام لري.
دغه راز دغه هيواد په هيوادکې دبنسټونو د  جوړولو په پروګرامونوکې رغنده رول لوبولى دى.
په کابل کې د آلمان سفير دپنجشير ولايت له مرستيال عبدالرحمن کبيري سره په کتنه کې وويل چې دغه هيواد به له ٢٠١٤ کال وروسته هم د افغانستان په بيا جوړولو اود پنجشير ولايت په ګډون په هيوادکې د بنسټونو دپياوړتيا په کارکې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
باخترآژانس د پنجشير ولايت د رسنيو د دفتر دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه آلماني ډيپلومات دغه راز ژمنه وکړه چې هيواد به يې د فوټبال په وده کې ددغه ولايت له ورزشي ادارې سره مرسته وکړي.
د آلمان سفير دغه رازپه پنجشير ولايت کې د بيا جوړولو په کارکې ترسره شوي کارونه مثبت وبلل.
دپنجشيرولايت مرستيال له افغانستان سره د آلمان د مرستو له امله قدرداني وکړه او له دغه هيواد څخه يې وغوښتل چې دپنجشير ولايت په ګډون د افغانستان د بيا جوړولو او دبنسټونو د بيا رغاونې له پروګرامونو سره خپل ملاتړ زيات کړي.
د آلمان سفيرپه دې سفرکې په داسې حال کې چې ځينې سيمه ييز مقامات هم ورسره وو؛ د افغانستان د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود مزارته لاړ اودغه راز د پنجشير ولايت د مرکز بازارک ښارکې يې د نوم ليکنې يو مرکز وکوت.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته