
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د ګلبهار بنسټ له لوري د بېوزلو هېوادوالو لپاره د کېکو او کلچو يوه کارخونه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ياد بنسټ د رسنیو مسوول او ویاند محمد عمر ځواک وايي چې پر دغه کارخونې د څه د پاسه ۵ميليونه افغانيو په ارزښت پانګونه شوې او د مګړۍ پکې ۲۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
ځواک زیاته کړه، چې دغه کارخونه له بهرنیو هېوادونو څخه په را وارد شویو عصري ماشینرۍ سمباله ده او څو ډوله کېک او کلچې تولیدولای شي.
د نوموړي په خبره ياد بنسټ د بې وزلو هېوادوالو د لاسنیوي او وزګارو ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هڅی نورې هم چټکې کړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خفيفه منابعو رئيس مولوي فيض محمد د دغه کارخونې جوړول نېک اقدام وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې سره به د ګنو بېوزلو کورنيو اقتصادي ستونزې حل شي.
نوموړي په هېواد کې له نورو خيريه بنسټونو څخه هم غوښتنه وکړه، چې يوازې د خوراکي توکو پر وېش بسنه ونکړي او د خلکو د اقتصادي وضعيت ښه کولو په موخه بنسټيز کارونه ترسره کړي.
په ورته وخت کې د دغې کارخونې یو شمېر کارکوونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې د کار پېدا کولو له کبله خوښي وښوده او ويې ویل، چې تر دې وړاندې د بې کارۍ له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو.
د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار بنسټ تر دې وړاندې هم په ورته اقدام کې په ننګرهار ولایت کې لسګونه کونډو ښځو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړي وو.
افغانمل