کابل باختر آژانس د وږى درى لسم
دکابل ښار دباسکېتبال انتخاباتى سيالۍ نن دکابل ښاروالۍ دټيم په اتلولى سره پاى ته ورسيدى.
دباختر آژانس د خبريال دخبر له مخې دغه سيالۍ چې له پنځو ورځو راپه دى خوا دهيواد دمرکز او دلسو ولايتونو دباسکېتبال د دوه ويشتو ټيمونو او د درې سوه څلويښتو تنو ورزشکارانو تر منځ د المپيک دملى کميتې په جمنازيوم کې پيل شوى وى د دغو سياليو په وروستۍ لوبه کې چې نن سهار تر سره شوه دکابل ښاروالۍ او دهرات ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې د درې اتيا په مقابل په پنځه اتيا امتيازونو سره دکابل ښاروالۍ دټيم په ګټه پاى ته ورسيدى اودملي امنيت ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګتل .
دالمپيک دملى کميټې دباسکېتبال فدراسيون سکرتر جنرال غلام غوث نيکبين دباختر آژانس خبر يال ته وويل د دغو سياليو په پاى کې اتلسو تنو ورزشکارانو دباسکېتبال دملي ټيم غړيتوب او دغه راز دوسوه تنو نورو دځوانانو دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ
0 1 دقیقه لوستل