امنیت

په بغلان کې دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقوپه تور ونيول شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
په بغلان ولايت کې دوه تنه له اته څلويښتو کيلوګرامو نشه يي توکو سره دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دپوليسو  دځواکونو له خوا ونيول شول .
دبغلان ولايت امنيه قوماندن مل پاسوال امين الله امر خيل نن له خبريالانو سره په يو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه. دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي چې غوښتل يې اته څلويښت کيلوګرامه اومه چرس په مهارت سره په يوبار وړونکي  موټر کې ځاى پرځاى او هغه يې په بدخشان ولايت کې بار کړي و او دننګرهار ولايت ته دليږدونې  په وخت کې  له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا په پلخمري ښار پورې اړوند دشمرق  په کنترولي پوسته کې ترلاسه شول  امر خيل څرګنده کړه چې ترلاسه شوي توکي له موټر سره يوځاى دبغلان ولايت امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي او پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې امر خيل دغه راز زياته کړه چې  دپوليسو ځواکونو
دبي ام -١ډوله توغندي يوسلو اته ماينونه په پلخمري ښار پورې اړوند دبالا درې په ساحه کې په يوه ډيپو کې کشف او ترلاسه کړل .
ده زياته کړه چې ترلاسه شوي مهمات په طالبانو  پورې اړه لري او دوى غوښتل چې له دغومهماتو څخه په استفادې سره دبغلان ولايت امنيتي حالت ګډوډ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته