فرهنګ

د ټاکنې کمېټې په شرايطو برابر د ١٥ تنو په ټاکنې سره خپل کار پاى ته ورساوه

کابل باختر د لړم د مياشتې٧نيټه: 
اطلاعاتو ته د لاسرسی د کميسيون د ټاکنې کمېټې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرې په مشرۍ، له ٩ کاري غونډو وروسته د ١٣٩٧ کال د لړم د مياشتې د٦ نيټې په وروستۍ غونډه کې په شرايطو برابر ١٥ تنه غوښتوونکي له مرکې وروسته وټاکل او ټاکل شوې ده په راتلوونکو ورځوکې هغوى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست عالي مقام ته پيشنهاد کړي.
د ټاکنې کمېټه چې د سترې محکمې، ولسي جرګې، د ژورناليستانو د فدراسيون، د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون، د مدافع وکيلانو د ټولنې او د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په ګډون اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د قانون د حکمونو پر بنسټ جوړه شوې ده؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرې په مشرۍ له زياتو غونډو او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په کميسيون کې د غړيتوب د ١١٧ تنو غوښتوونکو د سندونو له څيړنې وروسته په دې بريالۍ شوه چې په شرايطو برابر ١٥ تنه د جمهوري رياست مقام ته د معرفي کولو په مقصد وټاکي.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د نوي قانون پر بنسټ، دغه کميسيون د خپلواک کميسيون په توګه پيژندل شوى دى او ټاکل شوې ده د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس د ١٥تنو پيشنهاد شويو کسانو له جملې څخه په شرايطو برابر ٥ تنه یې د دغه کميسيون په غړيتوب کې د ″کميشنر″ په توګه وټاکي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرۍ د حق قانون، په دې وروستيو وختوکې په کاناډا کې ( د قانون او دموکراسۍ د مرکز) له خوا د نړۍ د ١٥٠هېوادونو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق له ډيرو ښو قوانينو څخه وپيژندل شو.
هيله کيږي چې د جمهوري رياست له منظورۍ وروسته د دغه کميسيون د نويو غړيو د کار په پيل سره، په هېوادکې د آزادو اطلاعاتو دوران له پخوا څخه زیات آسانه او د اطلاع رسونې فرهنګ په ښه ډول ترويج شي.
پای – ج – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته