امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي لسمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د امنيتي ځواکونو له خوا اته تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو په هغوڅو محاربوي فعاليتونو کې چې د زابل ، ارزګان او د ميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل؛ له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې ډول د ملي پوليسو ځواکونو د هلمند، فراه ، غزني او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې د وسله والومخالفينولس ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته