کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
هغه سړى چې پرون يې يو څلور کلن ماشوم تښتولى و دپوليسو له خوا دخلکو په همکارۍ په کندز کې ونيول شو .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورو حسيني باختر آژانس ته وويل : خليل الله او فيروز دوو تنو انسان تښتوونکو پرون يوه څلور کلنه نجلۍ دکندز ښار د دريمې ناحيې د هلال دکارتې له ساحې څخه وتښتوله او هغه وخت چې غوښتل دغه ماشومه ديوکرولا موټر په واسطه نامعلوم لورې ته ليږدوله دکندز دښار د دويمې حوزې دپوليسو له خوا ونيول شو .
دحسيني دڅرګندونو له مخې : خليل الله له پوليسو څخه بيا په تيښې بريالي شوى او فيروز دويم سړى د پوليسو په بند کې دى .
حسيني زياته کړه : تښتول شوى ماشوم بيرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو .
دامنيې قوماندانۍ ويندوى وويل : دانسان تښتوونکې له موټر څخه يوه چادري او ښځينه جامې هم ترلاسه شوي دي .
ده وويل : چې پوليسو جدي اقدامات دتښتيدلې انسان تښتوونکې دنيولو لپاره پيل کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل