
کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د ملګرو ملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق خپل یو کارپوه غړی چې په افریقايي هېوادونو کې یې کارکړی دی په افغانستان کې د خپل استازی په توګه وټاکه.
محمد آګ آیویا د مالي هېواد اوسېدونکی دی.
یونیسف په یوه خبرپاڼه کې نن په افغانستان کې د آیویا د ټاکنې خبر ورکړ.
هغه مخکې له دې په ګینه جدید، زیمبابوې، جنوبي سودان او سومالیا کې د ملګروملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي په توګه کار کړی دی.
د افغانستان لپاره د یونیسف نوي استازي محمد آګ آیویا د افغانستان ماشومان ډیر زیانموونکي بللي او ويې ویل یې دي چې د دوی د د ښه والي لپاره به هلې ځلې وکړي.
ع