
کابل، د وري ۲۶مه، باختر
د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یونیسف دفتر د دغه ولایت پوهنې ریاست ته ۴۳۲ ښوونیزې بستې سپارلې دي.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني د یونیسف دفتر له یادو مرستو څخه مننه وکړه او په یاد ولایت کې د پوهنې او روزنې په برخه کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یونیسف سیمه ییز دفتر د یاد ولایت ښوونځیو ته د درسي توکو وېش هم پیل کړی دی.
جهانیار