
کابل، د ثور ۳۰ مه، باختر
د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د یونسیف له مرستیالې میرمن حنان سلیمان (HANNAN SULIEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د یونیسف مسؤل محمد ایویا (MOHAMED AYOYA )، د یونیسف د بشري سرچینو رئیس بنډجیګو ماګاسا(BANDJOUGOU MAGASSA ) او د یونسیف د مرستیالې مشاوره میرمن ګیټا نجلي نارایان (GEETANJALI NARAYAN ) سره وکتل.
په دې کتنه کې د یونیسف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د افغانستان د تعلیمي نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه. نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې یونیسف دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره(۹۰۰۰) سیمه ییز درسي (COMUNACATED BASE EDUCATION) ټولګي لري او د راتلونکي لپاره پلان لري، چې پنځه زره(۵۰۰۰) نور ټولګي هم جوړ کړي.
په همدې حال کې د پوهنې وزیر د افغانستان په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تېره بیا سیمه ییز درسي ټولګي (CBE) د تعلیمي خدماتو یوه غوره او اغیزناکه بڼه ده، چې د پوهنې وزارت د کمیت او کیفیت په لحاظ د یادو ټولګیو د لا پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره په ګډه کار کوي.
ن/ر