میمنه/ باختر/ د وږي ۲۴
پنځه تنه وسله وال طالبان د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په مرکزکې له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول .
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد کریم یورش د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه نښته تېره شپه په دې ولسوالۍ کې هغه وخت پیل شوه چې طالبانو په امنیتي پوستې برید وکړ .
ده وویل چې د پوځیانو د مقاومت له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپیان شول .
خبرځای زیاته کړه چې د دښمن یو موټر سایکل او درې میله وسلې هم د پوځیانو لاس ته ورغلې دي .
پای /سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ