خبرونهټولنه

په فیروز کوه کې د خوراکي توکو بې لوړې شوې دي

– کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت کوي.

دوی وايي چې د خوراکي تو د بیو لوړېدو سره نه شي کولای د اړتیا وړ څيزنه و پېري او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بیو د لوړېدو مخه دې ونیسي تر څو هټۍ وال ونه شي کړای چې خوراکي توکي په ګرانه بیه وپلوري.

په ورته وخت کې د خوراکي توکو پلورونکي هم د خوراکي  توکو د بیو لوړېدل د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل ګڼي چې دا ننګونه په ټول افغانستان کې شتون لري.

له بلې  خوا د غور سیمه ییز چارواکي په  فیروزکوه  ښار کې د خوراکی  توکو د بیو د لوړېدو په تاییدولو سره وايي چې د څارنې ټیمونه د دغو توکو د بیو کنټرول لپاره موظف شوي  چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د ګران پلورنې مخه ونیسي.
د فيروز کوه ښاروال غلام رباني مجيب وايي چې د ښار هټۍ الو ته يې نرخ نامې  نه دي وېشلي ځکه آزاد بازار دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته