
کابل، د لیندی ۶ مه، باختر
د بغلان د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ، د باختر انکشافي شبکې په مرسته او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ پر هغو ماشومانو د مایکرونتریت روغتیايي پوډر وېشي، چې خوارځواکي دي او یا هم د وینې له کمښت سره مخ دي.
د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد پوډر د خوارځواکو او د وینې له کمښت سره مخ ماشومانو ته ګټور دي.
یونیسف مسوول د یاد ولایت د عامې روغتیا او د اقتصاد له ریاستونو سره په همغږۍ د باختر انکشافي شبکې له لوري وېشي.
اندړوال، جهانیار