کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه :
په بغلان کې په مخکښو بڼوالو دبڼوالى وسايل وويشل شول .
دبغلان ولايت دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارى رييس عبدالوهاب خير زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه رياست ددغه ولايت په شلو تنومخکښو بڼوالو دبڼوالى په برخه کې دبڼوالو کاري ظرفيت دکچې دلوړولو ، دبڼوالى دمحصولاتو دراټولولو ، دکرنيزو افتونو او ناروغيو دله منځه وړلو او دمحصولاتو زياتوالي ته دبڼوالو دهڅونې په موخه دبڼوالى وسايل ويشلي دي .
ده وويل چې په دغو وسايلو کې دڅانګو دغوڅولو بياتي ، دميوو دراټولولو ټوکرى ، زينې ، درمل شيندونکي او ترپال شامل دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ