خبرونهفرهنګTOP

یونیسکو د هېواد د تاريخي آبداتو بيا رغونې ته چمتووالی وښود

کابل، د سلواغې ٣مه، باختر
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له فرهنګي مسوول برایډن او مل پلاوي سره په کتنه کې د هېواد په ګڼو فرهنګي او تاریخي موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هغو تاریخي سیمو او لرغونو آبداتو د بیا رغونې په اړه خپلې اندېښنې له برایډن سره شریکې کړې، چې له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي وویل، چې اوسمهال په هېواد کې د غور جام منار، د کندهار میرویس نیکه او احمدشاه بابا مزارونه، د هلمند د بست کلا ځینې دېوالونه او دروازې او هم په غزني او بامیانو ولایتونو کې د ځینو تاریخي ودانیو او علمي مرکزونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې د یونیسکو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
په پای کې برایډن د دغو کارونو ترسره کول اړین وبلل او د یادو کارونو د ترسره کولو لپاره يې خپل چمتوالی وښود.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا