ټولنه

دحاجيانو دليږدونې عمليات پيل شول

کابل باختر آژانس د وږى ٢٩
دبيت الله شريف دحج لومړۍ ډله زيادت کوونکي نن سهار له کابل څخه دسعدي عربستان دجدې ښار په لور روان شول.
د آريانا شرکت يوې مسوولې لينا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې الوتنه کې ٢٠٦ تنه افغان زيادت کوونکي دآريانا شرکت د الوتکې په واسطه جدې ته ليږدول شول.
ټاکل شوى ده دآريانا هوايي شرکت په ٤٨ الوتنو کې نږدې لس زره تنه افغان حاجيان دروان کال دتلې دمياشتې تر وروستيو وختو پورې سعودي عربستان ته وليږدوي.
دې زياته کړه: دهغو ديرشو زرو تنو افغان زيارت کوونکو له جملې څخه چې په روان کال کې دبيت الله شريف دحج په مناسبو کې ګډون کوي د آريانا هوايي شرکت دهغوى دلسوزرو تنو دليږدونې مسوليت په غاړه لري او که چيرې د زيارت کوونکو شمير له ديرشو زرو تنو څخه زيات شي، په هغه صورت کې د آريانا شرکت هغوى ليږدونې چمتودى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته