
کابل، د وږي ۱۵مه، باختر
کابل نن (د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړيکې) تر عنوان لاندې د هغه کنفرانس کوربه وو، چې افغانستان ته د افغان – امریکا سوداګرۍ خونې پلاوي د راتګ په موخه جوړ شوي وو.
د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې یو امریکايي پلاوی افغانستان ته راخي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یاد کنفرانس کې وویل چې اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول آسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.
نوموړي زیاته کړه: (د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد ختم شوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوې ده.)
ښاغلي برادر، همدارنګه وویل چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمهییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخ چاپېریال برابر شوی دی.
هغه یاد پلاوي ته په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم پانګونه کولای شي، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره د آسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه پانګونه ده او د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو او ټېکنالوژۍ ترڅنګ په نورو سکټورونو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده.
په ورته وخت کې د امريکا – افغان د سوداګریزې خونې مشر جیفري ګریګو دا ومنله، چې نړۍ ته په لوی لاس د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي او ټاکل شوې، چې د دغه پلاوي يوه غړې د امريکا کانګرس ته په دې اړه راپور هم ورکړي.
کریګو زیاته کړه، چې د امريکا د سوداګرۍ خونه چمتو ده، چې د اسلامي امارت د غوښتنې په صورت کې د چابهار بندر د چارو د لا ښه والي په موخه مرسته وکړي تر څو افغانستان له همدې لارې، هندوستان او نورې نړۍ ته صادرات او واردات ترسره کړي.
هغوی وویل، هڅه کوو، د امريکا حکومت دې ته چمتو کړو، چې د افغانستان هغه کمپنيو استازو ته ويزې ورکړي، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې رئيس شيرباز کمين زاده وویل، چې په تېرو ۲۰کلونو کې افغانستان ته ميلياردونو ډالرو په راتګ سره پانګوالو باندې ټکس را کم نشو، خو اسلامي امارت له ټولو اقتصادي ستونزو سره سره دا کار وکړ.
د افغانستان د بانکي سکټور استازي په دغه کنفرانس کې وویل، چې بانکونه د هېواد په اقتصاد کې د زړه حیث لري او اسلامي امارت په همدې موخه د بانکونو فعال ساتلو ته په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.
د نوموړي په وینا تر دې دمه د برېښنا د بيې، پاسپورټونو، پېژندپاڼو او حج فريضې ادا کولو په موخه تر ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو ډېري پيسې بېلابېلو هېوادونو ته د بانکونو له لارې استول شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په امریکا، کاناډا او اروپا کې د مېشتو افغان انجنیرانو استازي په دغه کنفرانس کې وویل، چې له اسلامي امارت سره د رغنیزو پروژو په ځانګړي ډول د سالنګ تونل د بیا رغونې د کیفیت کنټرول په برخه کې هرډول همکاري ته چمتو دي.