امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهير کې دداعش دډلې دپنځلسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دڅو تنو جګړه مارو بهرنيانو په ګډون دداعش دډلې  ١٥ تنه غړي په  ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو  داعشيانو تيره شپه دهسکې مينې ولسوالۍ په کوز کلي کې بريد وشو
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پوځي عملياتو کې دڅو تنوبهرني ډار اچوونکو په ګډون دداعش دډلې پنځلس تنه غړي ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل چې داعشيانو په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې  بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې يوتن ملکي وګړى  چې ښځه وه  هم شهيده شوې  ده.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته