نړۍ

د فارن پاليسۍ ورځپاڼه: ملامنصور په ايران کې څه کول ؟

واشنګټن   فارن پاليسي باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :  
ملامنصور په ايران کې څه کول ؟  د فارن پاليسۍ خپرونې هغه مقاله ده چې په وروستۍ ګڼه کې يې خپره شوې ده .
د فارن پاليسۍ په ليکنه: د طالبانو د مشر له وژل کيدو وروسته اوس په دې پوهيږو چې د تهران او طالبانو اړيکې څه ډول پراختيا مومي.
د ملامنصور له وژل کيدو وروسته پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړ دى چې د اپريل د مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه ايران ته تللى و، له ايران څخه پاکستان ته دستنيدو په لاره کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا پرې بريد وشو.
د همدې خبرله مخې: ملا منصور د فبروري او مارچ په مياشت کې هم ايران ته سفرونه کړي و.
فارن پاليسي ليکي: له بلوچستان له هغه ځاى څخه د وتلو په باب د ملا منصور تصميم  چې د کويټې شورا پکې ده او ايران ته د ده ورتګ حيرانوونکي دي. ځکه تهران د طالبانو دوست نه دى اوبرعکس دغه هېواد په رسمي ډول د شمال داتحاد او دطالبانو ضد د نورو لوبغاړو متحد دى .
ايران په  ٢٠٠١ ميلادي کال کې د ګوند په کنفرانس کې مهم رول ولوباوه او هم يې په افغانستان کې د امريکا د جګړې په پيل کې واشنګټن ته د طالبانو د سنګرونو نقشې ورکړې وې او اوس د ايران اردو د شلو زرو تنو افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کړى دى.
فارن پاليسي وايي چې ايران دغه راز له طالبانو څخه د لرې والي لپاره ښه دليل لري او هغه دا چې ايرانيان شيعه ګان او طالبان سنيان دي خو دغه دوه ډلې توب د فارن پاليسۍ په ليکنه ډير ژور دى.
طالبان د جندالله د ډلې ملاتړ کوي چې په ايران کې يوه تروريستي سني ډله ده.
طالبان دغه راز د نشه يي توکو د قاچاقو کنترول په لاس کې لري چې په ايران کې په هيروئينو روږدي کيدل يوه جدي ستونزه ده .
په طالبانو دغه راز په ١٩٩٨ميلادي کال کې په مزارشريف کې دڅه ناڅه  ١٢تنو ايراني ديپلوماتانو د وژنې تور لګول شوى دى.
خو لويديځ مقامات ايران ته د ملامنصور د سفرونو لپاره يوه آسانه څرګندونه لري او هغه دا چې منصور د علاج او درملنې لپاره ايران ته سفرکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته