امنیت

د ملي امنيت د شورا دفتر د شهيد د اوونۍ د درناوي په مناسبت د يو پيغام په ليږلو سره ويلي دي :

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٨  :
موږ دهېواد  دشهېدانو  لوړ مقام ته  د درناوي په  کولو سره  ژمنه کوو هغه  وياړ  چې  دوى په خپلو سرونو سره ګټلي دي موږ به  يې په خپلو وينو  سره  وساتو.
د شهيد د اوونۍ درناوى ا و نمانځل  په حقيقت کې  د هېواد د شهيدانو لوړ مقام ته  درناوى دى.
هغه شهيدان چې  د هېواد د خپلواکۍ  او ځمکنۍ بشپړتيا  او د ملي ارزښتونو دساتلو په خاطر  يې په  ميړانې  سره  مبارزه  وکړه   او خپل ژوند يې له لاسه  ورکړ.
د هېواد شهيدانو خپل آرمانونه له ځانه سره يوړل  چې د افغان نجيب ملت آرمانونه او  وياړنې  پوره کړي .
ددغو شهيدانو ترمنځ  د دغه هېواد نوميالي بچيان شته  چې نومونه به يې  د دغه هېواد د وياړلي تاريخ په لومړي سرکې  وي .  لکه د هېواد ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود ، د سولې شهيد استاد برهان الدين رباني ، د ملت شهيدان حاجي عبدالحق  او حاجي  عبدالقدير  ،احمدولي کرزى ، جنرال  داود داود ،  ارسلاجمال ، حکيم تڼيوال او د دغه هېواد  په لسګونو تنه نور شهيدان  چې دافغانستان په معاصر تاريخ کې  ځلانده ستوري ګڼل  کيږي.
د افغانستان په اوسنۍ حماسه کې زموږ  دفاعي او امنيتي ځواکونه  هغه ميړني دي چې د پيړۍ   د وحشت په مقابل کې  خپل ټټرونه  سپر کړي دي   او زموږ دهېواد دوياړنو او ملي نواميسو  دفاع کوي .
له بله پلوه  د ښځو ، ماشومانو  او مشرانو په ګډون  زموږ بيګناه او بې دفاع خلک  چې د دښمن  د وحشيانه بريدونو  له امله  شهيدان شوي دي  ټول هغه کسان دي چې  د دغه هېواد  داتلو شهيدانو ترڅنګ   له موږ سره  عزت  او وياړ لري  او ځان له هغوى څخه  دمنني په خاطر مکلف بولو.
موږ د خپل هېواد د شهيدانو  لوړ مقام ته  د درناوي له امله  په صادقانه ډول ژمنه کوو  هغه  وياړنې  چې هغوى د خپلو سرونو په بيه  ګټلي دي  موږ به  هغه په خپلو وينو وساتو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته