سیاست

دلوى څارنوالۍ دمنسوبينو ترفيع

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دلوى څارنوالۍ  دادارې دجلا جلا وړانديزونو له مخې او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په منظورۍ  ددغې ادارې اووه تنو منسوبينو ترفيع کړې ده
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه ترفيع ګانې  دهيواددخپلواکۍ  دبيرته ترلاسه کولو  دپنځه نوي يمې کاليزې په مناسبت  ورکړي شوي دي.
دجمهور رييس په منظورۍ  دلوى څارنوالۍ دنظامي  معاونيت دکادر اوپرسونل رييس بريدجنرال روح الله دتورنجنرالي  رتبې ته ، دننګرهار ولايت دنظامي  ابتداييه څارنوالۍ رييس دګروال  مرزا نور  دبريد جنرالۍ رتبې ته ،  له اداري فساد سره دمبارزې دڅارنوالۍ رييس دګروال سيد عالم اسحق زي دبريدجنرالۍ  رتبې ته ، دپکتيا ولايت دنظامي استيناف  دڅارنوالۍ رييس دګروال شاه پور دبريد جنرالۍ رتبې ته دبلخ ولايت دنظامي ابتداييه  څارنوالۍ رييس   دګروال  عباد الله دبريدجنرالۍ  رتبې ته دکورني اوبهرني  امنيت له جرمونوسره دمبارزې  دڅارنوالۍ  دلوى رياست دازادي دسلب په سيمو دڅارنې  عمومي آمر دګروال  حامد دبريد جنرالۍ رتبې ته او دننګرهار ولايت دکورني اوبهرني امنيت له جرمونوسره دمبارزې دڅارنوالۍ رييس دګروال  شير فراز دبريد جنرالۍ رتبې ته ترفيع کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته