کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د څه د پاسه ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوګر د سرخاب بند د ساتنې او څارنې پروژه نن پرانیستل شوه.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د لوګر د والي مولوي ضیاءالرحمن مدني او يو شمېر سيمه ييزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د يادې پروژې په پرانیستغونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت مشران په پوره ژمنتیا سره شپه او ورځ هڅه کوي چې له ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
په ورته مهال، د لوګر والي د سرخاب بند پر اهميت خبرې کړې او له خلکو څخه یې غوښتي چې د دغه بند د ساتنې او څارنې په برخه کې له اوبو او انرژۍ وزارت سره همکاري وکړي.
نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې، لوګر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د روانو پروژو د تطبيق په خاطر مننه کړې او د دغه وزارت کړنې یې ستایلې دي.
د یادونې وړ ده چې د سرخاب ذخیروي بند د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي سره؛ د ۹ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.