امنیت

کونړ کې دامنیت ټینګښت دپاره څلور سوه سیمیز پولیس په دندو ګمارل کیږي

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
دکونړ امنيی قومندان پاسوال جمعه ګل همت باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې په ولایت کې يي محلي پولیسو ښه نتیجه ورکړې ،محلي پولیس دې چې دخلکو سراو مال يي په امن کې کړی او شپه او ورځ هڅه کوي چې امنیت نور هم پیاوړی کړي
قومندان وايي دمحلي پولیسو دهمدې هڅو نتیجه وه چې دوي يی دشمیر زیاتوالي ته وهڅول او له مرکزي حکومت يي غوښتي و چې باید کونړ ته نور محلي پولیس هم منظور کړي هم هغه و چې څلور سوه سیمیز پولیس ورته ورکړل شول .
هغه وویل دوي به نوي محلي پولیس په خاص کونړ ،سرکاڼو ،مروره ،شلتن او دانګام ولسوالیو کې په دندو وګماري
همت وايي نوو منظورو شوو پولیسو دپاره یي درنې وسلې برابرې کړې او دسپکو وسلو اکمالات یي هم روان دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاد پولیس په خپلو سیمو کې اړوندو پوستو ته ولیږل شي
دکونړ اوسیدونکي هم وايی چې په ولایت کې يی محلي پولیسو ښه نتیجه ورکړې پخوابه خلک په لویو لارو دتګ راتګ پرمهال ویریدل خو اس هغه ویره لرې شوي او دوی له مرکزي حکومت غواړي چې په کونړ کې دامنیت دلا پیاوړتیا دپاره نور محلي پولیس هم منظور کړي
په کونړ کې اوس هم نزدي دیري زره محلي پولیس موجود دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته