نړۍ

څلور تنه تروريستان په پاکستان کې اعدام شول

اسلام آباد ډي ډان   باختر دليندۍ دمياشتې ١١ :
د هغوکسانو په ګډون چې په پيښور ښارکې د پوځيانو تر ادارې لاندې د يوه ښوونځي په بريد کې لاس درلود؛ څلور تنه تروريستان نن په کوهاټ ښارکې  په يوه جيل کې په دار وځړول شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
دغه څلور تنه  چې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي په بريدکې لاس درلود؛ نن  سهار د کوهاټ په يوه جيل کې اعدام شول.
دغه کسان په داسې حال کې اعدام شول چې پاکستان د پيښور ښار په يوه ښوونځي د بريد تلين نمانځي .
په پيښور ښارکې د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي په بريدکې د ماشومانو په ګډون ١٤٤ تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته