امنیت

په ننګرهار کې په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې داعشيانو او بهرنيو جګړه مارانو ته دسرزيان

کابل باختر د کب دمياشتې  ٦ :
دننګرهارولايت د داعشيانو  په سنګرونو دنويو هوايي اوځمکنيو بريدونو شاهد دى .
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دننګرهارولايت  په ځينو سيمو ترسره شوي دي.
لومړي بريدونه تيره شپه دروداتو په ولسوالۍ کې دداعشيانو په  پټنځايونو ترسره شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس خبريال ته وويل ؛  په دغو هوايي  او ځمکنيو بريدونو کې پنځلس تنه داعشيان وژل شوي دي.
د يوبل خبر له مخې :  د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې   دداعشيانوپه سنګرونو په هوايي بريدونو کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه ناوخته  په اچين ولسوالۍ کې هغه وخت ددوى په پټنځايونو بريدونه وشول چې دوى ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
دننګرهار دوالي وياند وايي  چې په دې هوايي بريدونو کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  دننګرهار ولايت د هسکې  مينې په ولسوالۍ کې  دهوايي ځواکونوپه هوايي بريد کې نهه تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو داعشيانو هغه وخت بريد وشو  چې  ديولړ تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
ويل کيږي  په دې پيښه کې  سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
له بلې خوا پوځيان په ننګرهارولايت کې  ددوو جنګي وسايلو دډيپوګانوپه کشف هم بريالي شوي دي.
دغه  ډيپوګانې دپوځي عملياتوپه بهيرکې د در بابا او کوټ ولسواليو کې کشف او ترلاسه شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې دننګرهارولايت  امنيتي  مامورين نن  سهار د څه ناڅه شپږ و ماينونو په کشفولو او شنډولو  سره  ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
دغه ماينونه  دننګرهارولايت په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى شوي و چې دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته