نړۍ

دجنوبي افريقا د اپارتاييد پرخلاف دمبارزې دمشر دمړينې دخبر خپريدل.

نيويارک – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
د اپارتاييد پرخلاف دمبارزې دمشر او دجنوبي افريقا دپخوانۍ جمهور رييس نلسن مانديلا دمړينې خبر دنړۍ درسنيو دخبرونو په سرکې ځاى نيولى دى .
خبري ټلويزيوني شبکې په جنوبي افريقا کې د اپارتاييد ضد مشر دفعاليتونو په باب دخبرونو په خپرولو برسيره دهغه کوچنۍ عکس دټلويزيون په صحفه کې
ايښى دى .
د سي  ان  ان  ټلويزيوني  شبکې دمانديلا دمړينې دخبرله  امله  زيات   خواشينى  شوى دي .
ده  داپارتاييد دپاى ته رسولو لپاره د مانديلا هلو ځلو ته په اشارې سره څرګنده
کړه چې ددغه بې سارى شخصيت د ژوند لاره  موږ يې تر اغيزې لاندي نيولي يو.
دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي زياته کړې ده  دې  ته په پاملرنې سره تراوسه پورې په نړۍ کې  ډير خلک له خپلو انساني حقوقو څخه بې برخې دي او دغه لوړ هدف ته د رسيدو لپاره دنلسن مانديلا  لاره ډيره ښه  لاره  ده
دفرانسۍ صدراعظم هم اعلام کړى دى چې ددغه هيواد بيرغ به نن دنلسن مانديلا په درناوي نيم  ځوړنډ وي.
دغه راز  د بريتانيا صدراعظم ديويدکامرون  اعلام کړى دى چې دنلسن مانديلا دمړينې له امله به  ددغه هيواد بيرغ نيم ځوړنډ وي . کامرون وويل نلسن مانديلا دنړۍ  په کچه رښتينى اتل دى .
چاپي رسنۍ او خبرى آژانسونو هم دنلسن مانديلا په باب رپوټونه خپاره کړي دي او د روسيې او ايران دجمهور او رييسانو په ګډون د نړۍ ډيرو مشرانو او دغه راز دامريکا يو شمير پخوانيو جمهور رييسانو او دنړى دسوک وهلو اتل محمد علي کلي په ګډون دنړۍ يو شميرمشهورو شخصيتونو په همدې مناسبت خپل پيغامونه  ليږلي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته