امنیت

له هيوادڅخه بهر ته دنشه يي توکو دقا چاقو مخه ونيول شوه

کابل _ باختردکب شلمه :
دکابل د نړيوال ډګر د سرحدي پوليسو د موظفينو له هيواد څخه بهر ته د نږدې څلورو کيلوګراموهيروئينو د قاچاقو مخه ونيوله او ليږدونکي يې ونيول .
  دباختراژانس خبريال د نړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو دقوماندان جنرال محمدجمعه عديل له خولې خبر ورکړ: د نيمروز ولايت دريو تنو اوسيدونکو نږدې څلورکيلوګرامه هيروئين د ٣١٣ کپسولونو په  ډول جوړ کړي وو او هغه يې په خپله ګيډه کې ځاى پرځاى  کړي وو او غوښتل يې دغه توکي د يوې الوتکې په واسطه  له کابل څخه هند ته وليږدوي ، ونيول شول. دغه کسان دعدلي طب له معايناتو وروسته د دوى له ګيډې څخه وايستل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته