امنیت

يوه بوشکه چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړاى شول .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
د ٢٠ کيلګرامو په وزن  يوه بوشکه  چاوديدونکي توکي نن دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړاى شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. ددولت وسله والو مخالفينو د ٢٠ کيلوګرامو په وزن يوه بوشکه چاوديدونکي توکي دورانکارو عملونو دترسره کولو او په وينو او خاورو دملکي وګړو او دامنيتي او دفاعي ځواکونو دلړلو  او لت پت کولو په موخه دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ د خښتو دبټۍ په ساحه کې ځاى پرځاى کړي و چې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې لوا دتطهير  ټيم  له خوا کشف او شنډ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته