ښوونه او روزنه

له ديارلسو کلونو وروسته د څلورو ښوونځيو بيا پرانستل

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٩
څلور ښوونځي چې د پکتيکا ولايت په برملې ولسوالۍ کې د امنيت د نشتوالي له امله ديارلسوکلونو راپه دې خوا تړلي و، نن د دغه ولايت د سرپرست له خوا بيا پرانستل شول.
د پکتيکا ولايت سرپرست عبدالکريم متين د باختر آژانس خبريال ته وويل: د برملې ولسوالۍ چې له پاکستان سره پوله لري او اوس په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو سره امنيت ښه شوى دى؛ څلور ښوونځي بيا پرانستل شول او له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.
د ده د څرګندونو له مخې: مخکې له دې زده کوونکي د زده کړې لپاره پاکستان ته تلل.
متين زياته کړه: د پکتيکا ولايت زده کوونکو په دغو ښوونځيوکې تر اووم ټولګي پورې زده کړې کولې او وروسته د زده کړې په مقصد په کابل کې د رحمان بابا او د خوشحال خان په ليسوکې شامليدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته