(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

یو بهرنی شرکت په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه کوي

کابل، د غوايي ۱۷مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د 77 ترکي ساختماني شرکت له رئیس سلیمان جیلیو سره وکتل د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د 77 ترکي شرکت له کړنو څخه ستاینه وکړه او د یاد شرکت له لوري د کجکي بند د دوهم فاز پروژې تطبیق د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې پره پراختیا باندې ټینګار وکړ او د 77 ترکي شرکت رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژۍ وزارت مشرتابه له یاد شرکت سره د پانګونې د زمینې د چمتو کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته ژمن دی.
په ورته وخت کې د 77 ترکي شرکت رئیس سلیمان جیلیو ژمنه وکړه، چې د تېرو همکاریو سربېره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.
په پای کې، دواړو لورو هوکړه وکړه ترڅو د اوبو او انرژۍ وزارت او 77 ترکي شرکت تر منځ، له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک ژر تر ژره لاسلیک شي، ترڅو د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د نوموړې پروژې عملي چارې پیل شې.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا