سیاست

دسرحدي سيمو داوسيدونکو ستونزې دهرات دوالي له خوا په ولايتي شورا کې وڅيړلې شوې .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دهرات ولايت دسرحدي سيمو داوسيدونکو سيمه ئيزې  ستونزې دهرات دوالي له خوا ددغه ولايت په ولايتي شورا کې وڅيړلې شوې .
دهرات ولايت دکهسان او غوريانو په ولسوالۍ کې دسرحدي سيمو يوزيات شمير مشرانو او قومي سپين ږيرو چې دهرات له والي محمد اصف  رحيمي سره يې وکتل له قانون او له قانونمندې  سره دملاتړ په باب خپله ژمنه څرګنده کړه .
دوى په دې بيان سره چې دکلونو کلونو په اوږدو کې دسرحدي سيمو اوسيدونکو په ميړانې سره دهېواد دپولو دفاع کړې ده ټينګار وکړ چې همدا اوس هم په ټولو مواردو کې په تيره بيا په سرحدي سيمو کې دتورنوکسانو دنيولو په وخت کې دقوانينو درعايتولو غوښتنه کوي .
په دې ترڅ کې دهرات دولايتي شورا رييس کامران علي زايي هم دپولو په ساتنه کې دسرحدي سيمو داوسيدونکو رول وستايه او ډاډ يې ورکړ چې دهرات ولايتي شورا او دولايت مقام دسرحدي سيمو داوسيدونکودستونزو دلرې کولوپه خاطر  هڅه او هاند کوي . 
دهرات والي هم دامنيت په تامينولو او دپولو په ساتنه کې د قومي سپين ږيرو اومشرانو رول ارزښتناک او دنه انکار وړ وباله او ويې ويل چې اوسنۍ حکومت دخلکو دارادې محصول دى .
دهرات والي دولايت په کچه دخلکو ترمنځ دهمکارۍ دروحيې شتون دقدر وړ وباله او ټينګار يې وکړ چې دخلکو له ملاتړ پرته پرمختګ ناشونى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته