کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
څلور تنه تېره شپه له لسګونو کيلوګرامو نشه يي توکوسره په بغلان ولايت کې ونيول شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د باختر اژانس خبريال ته وويل چې، دغه څلور تنه له يوکيلوګرام هيرويېنو او پنځه څلويښت کيلو ګرامه چرسو سره د پلخمري ښار د شمرق د پوليسو دپلټنې په سيمه کې ونيول شول.
ده زياته کړه نيول شويو کسانو غوښتل دغه نشه يي توکي له تخار ولايت څخه کابل ته ولېږدوي .
دبغلان امنيه قوماندان وويل: د دغې پيښې په اړوند د دوو ښځو په ګډون څلور تنه نيول شوي دي. پاى سعيده ذ