ټولنه

دخوش درې خلکو دخپل کلي دسړک دکيفيت دښه والي او دکار دچټکتيا غوښتنه وکړه .

کابل باختر دتلې دريمه :
دبغلان ولايت دخوست ولسوالۍ دخوش درې دکلي اوسيدونکو  دخپل کلي دسړک دکريړ اچولو دکار دچټکتيا غوښتنه وکړه .
په دغه سړک  دکريړ اچولو کار دوام لري خو دسيمې اوسيدونکي انديښنه لري چې بايد تر راروان ژمي پورې  بشپړ شي .
  دبغلان ولايت دخوست ولسوال خليل رحيمي  دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دغه سړک دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست له بودجې څخه دڅلورومليونو اووه سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت  دڅه دپاسه  اوو کيلومترو په اوږدوالي کريړ اچول کيږي او په تګلوري کې يې څو استنادي ډيوالونه ، پلونه او پلګوټي هم جوړيږي .
دغه سړک  دخوش درې کلي او دهغه شاوخوا  بانډې هم دولسوالۍ له مرکز سره نښلوي .
دخوست ولسوال زياته کړه ددغه سړک په جوړيدوسره  مرکز ته ددغو کليو دناروغانو او دکرنيزو  محصولاتو په ليږدونه کې اسانتياوې برابريږي .
دخوست ولسوال وويل موږ دکار په کيفيت باندې ټينګار کووخو انديښنه لرو چې تر راروان ژمي پورې کار يې بشپړ  نه شي .
  له دې امله په دغه سړک دکريړ  اچولو دکار او داستنادي  ډيوالونو ، پلونو او پلګوټو  دجوړولو دبهير د ګړندي کولو غوښتنه  کوو .
دخوست ولسوالۍ  د ده قشلاق  دکلي اوسيدونکي سيد احمد له چارواکو څخه وغوښتل چې ددغه سړک سور له څلورو مترو څخه زيات پراخ  کړى شي .
  دبغلان ولايت دکليودبياجوړولو اوپراختيا رياست دپروګرام  آمر ديپلوم انجينر محمد ياسين بيژن  وويل چې ددغه سړک کار دسنګر نيازي دسړک جوړولو شرکت له خوا ترسره کيږي او هغه کريړ  او شګه چې په دې سړک کې کارول کيږي ښه کيفيت نه لري اوله دې پلوه خلک هم شکايت لري چې دکليوالي لارې جوړولو دملي پروګرام  له مسوولانو سره به موضوع طرحه کړو او دخلکو ستونزې به حل کړو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته