امنیت

شپاړس وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
په لوګر کې ١٦وسله وال طالبان پرون ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا د مطبوعاتو مسوول احمد شکيل تسل  د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د لوګر د اذرې ولسوالۍ په منګل درې او سپين جومات سيموکې د ايتلاف ځواکونو په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په بريدونوکې د دښمن يو داتسون موټر او يوه داشکه هم ويجاړه شوې ده.
د يو بل خبر له مخې:
د وسله والو مخالفينو د مخابرې يوه دستګاه چې د هغه له لارې له ګاونډيو ولايتونو سره اړيکه نيول کېده؛ نن د څرخ ولسوالۍ په آب جوش سيمه کې د ايتلاف ځواکونو په  هوايي بريد کې ويجاړه شوه .
ختم-ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته