سیاست

دهيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د څلور نوي يمې کاليزې په مناسبت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام!

کابل باختر دزمري اته ويشتمه :
دهيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د څلور نوي يمې کاليزې په مناسبت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام!
ګرانو هيوادوالو، خويندو او ورونو !
خوښ يم چې د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولودڅلور نوي يمې کاليزې له امله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي ووايم .
له نن ورځې څخه څلور نوي کاله مخکې زموم د زړورو نيکو په ميړانې او سرښندنې او د شاه امان الله غازي په مشرۍ په پاى کې افغانستان وکولاى شول د خپل استقلال بيرغ په آسياکې د هيواد په لوړو څوکو ورپوي .
زموږ زړورو نيکونو دغه سترنعمت د زياتو قربانيو په ورکولو سره ترلاسه کړ چې بچيان يې د آزادۍ او خپلواکۍ تر سيوري لاندي دخپل هيواد د آبادولو په لاره کې دهمت ملا وتړي .
په دې مناسبت د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې ټولو شهيدانو ته دعاکوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه هيله لرم چې دغه ورځ دپخوا په شان تل د هيواد په وياړلى تاريخ کې هميشنۍ پاتې شي او د دې هيواد بچيان وکولاى شي په وياړ سره ددغه شان ورځې په يادولو سره دخپلونيکونو د ځلاندو کارنامو درناوى وکړي او هغه دخپل ژوندانه لارښود وګرځوي .
د اسداته ويشتمه، نه يواځې زموږ د ګران هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ ورځ ده؛ بلکې دغې ورځې د آزادۍ زنګ نورو ملتونو او هيوادونو ته هم وګړنګاوه چې په آزادي غوښتوونکو مبارزو سره خپله آزادۍ او استقلال  د بريټانيا له استعمار څخه ترلاسه کړي .
نن ورځ موږ ټول په خپل هيوادکې د داسې خونړيومبارزو شاهدان يو چې د دې هيواد بچيانو د خپل ګران هيواد د عزت او سرلوړى لپاره د هيواد د خپلواکۍ او آزادۍ د دښمنانو په وړاندې پيل کړي دي .
زموږ د هيواد ريښتيني بچيان نن ورځ دخپلو نيکونو په دود زموږ دګران هيواد د امنيتي ځواکونو په ليکوکې د هغوکسانو د ټغر د راټولولو لپاره مبارزه کوي چې غواړي زموږ هيواد په ټولو برخوکې د ترقۍ، پرمختګ او پراختيا له کاروان څخه بيرته پاتې شي .
خوموږ هره ورځ دملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت په ليکوکې د دې هيواد د بچيانو د سرښندنو او د ځان تيريدنو شاهدان يو چې د خپل هيواد د دښمنانو او نړيوال تروريزم پرضد مبارزه کوي .
لازمه ده چې دهيواد دهغو ټولو درنو شهيدانو پاک روح ته دعا وکړو چې زموږ دخلکو د جهاد او ملي مقاومت په دورو او په اوسنۍ دوره کې يې د هيواد دخپلواکۍ او  سرلوړى لپاره مبارزه وکړه او شهيدان شول .
دافغانستان اسلامي  جمهوريت به له خپلو ميړنيو بچيانوپه همت د خپلواکۍ سوغات د تل لپاره وساتي او درناوى به يې وکړي .
ګرانو هيوادوالو!
راشئ چې لاسونه يوبل ته ورکړو اوخپل ګران هيواد دجګړې او ورانۍ له کندې څخه د امنيت او آرامۍ ساحل ته رهبري کړو او ودان او آباد راتلوونکو ته وسپارو.
ژوندى دې وي افغانستان ، تل دې وي د افغانستان خپلواکي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته