ښوونه او روزنه

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دباميانو ولايت دپوهنتون دليليې  ددوو ودانيو دجوړولو  کار پرون داقتصاد دوزير  اوپه افغانستان  کې دهند دسفير له خوا پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  دباميانود پوهنتون دنارينه ومحصلانو دليليې دغه دوه ودانۍ  دهندوستان په مرسته دڅه دپاسه  ٥٩ مليونو افغانيو په لګښت  په دوو کلونوکې په پاخه او اساسي ډول به جوړې شي
ددغو ودانيو دکار دپرانستلو په مراسمو کې  دباميانو والي  محمدطاهر زهير  ، داقتصادوزير ډاکتر مصطفي  مستور ، دهندوستان  سفير ويني کمار ،  دلوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين احمد شير مهجور او نور دولتي چارواکو ګډون کړي و .
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته