کابل، د لیندۍ ۵ مه، باختر
د بغلان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو سږ کال په دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د بغلان د کرنې ریاست د غله جاتو آمر احمد ضیا حبیبي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې وریجې د یاد ولایت یو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه ګنل کېږي او سږ کال په مرکزپلخمري ښار، دوشي، خنجان، تاله او برفک ، بنو، ده صلاح او خوست ولسوالیو کې پر ۲۴ زره ۷۹۲ هکتاره ځمکه کې کرل شوې دي.
د نوموړي په خبره تمه کیږي، چې سږ کال له یادو ځمکو څخه ۱۰۴ زره ۱۳۹ مټریک ټنه د وریجو حاصلات ترلاسه شي او دا به د تېرکال په پرتله ۵ زره مټریک ټنه زیاتوالی ښیي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په بغلان ولایت کې د وریجو حاصلات ۹۹ زره ۳۶ ټنه وو.
باید وویل شي، چې په یاد ولایت کې ۴ ډوله وریجې کرل کېږي چې خورا ډېر شهرت لري.