فرهنګ

د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو داصلاح کميسيون يو کلن شو

کابل باختر دسلواغې ١٦ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د اصلاح کميسيون د کابل ښار په  کچه د لوحو او د اعلانونو د تابلو ګانو دکنترول او اصلاح د اړتيا پربنسټ  جوړ شوى دى ، يو کلن شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي او د اړوندو ادارو  واکمن استازي د دغه کميسيون غړيتوب لري.
دغه کميسيون  د ناسمو لوحو  او ليکنو له شتون څخه د ښار د پاکولو  ، د پردي فرهنګ د رواجولو د مخنيوي ، په لوحو او د اعلانونو په تابلوګانو کې د بهرنيو  ژبو د کارولو  مخنيوى ، د ښار په کچه  په لوحو او د اعلانونو په تابلو ګانو کې د هغو د رواجولو له لارې د ملي  ژبو ملاتړ ، د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د متنونو د وضاحت ، د لوحو د متنونو له ګډوډۍ او څو خيلوالۍ څخه د ډډې کولو او معياري کولو او د ښار  د بڼې د بدلون په موخه  جوړ شوى  او په پرله پسې غونډو او هم دکابل ښار د بيلابيلو ناحيو په کتنې او د مشاهده کولو سره  په تيريو کال کې  د ټاکلې موخې يوه برخه  چې يادونه مو وکړه ترسره شوې ده.
خو ددغه کميسيون غړي لا تراوسه پورې دکابل ښار په  کچه د لوحو او د اعلانونو د اصلاح په لاره کې  له يو شمېرستونزو سره  مخامخ دي او د دغه کميسيون  ريېس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين  فاضل سانچارکي په دې اړوند  د زياتو هڅو او د زيات  جديت خبرې کوي چې بايد په راتلونکي کې ترسره شي  چې د ده په خبره  (( ښار له بې نظمۍ څخه خلاصون  ومومي او لوحې په بشپړه توګه اصلاح شي اوموږ د يوه فرهنګي ښار شاهدان و اوسو  )) په همدې حال کې د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د اصلاح د کميسيون غړي په ولايتونو کې  د سترو ښارونو په لومړيتوب سره  د خپل کار د پراختيا  خبرې کوي او هيله لري  چې په بشپړه توګه دکابل ښار له پوښښ وروسته وکولاى شي د دغه کميسيون کار  د سترو ښارونو په  کچه پراخ کړي.
د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د اصلاح  کميسيون د تېر يو کال په بهيرکې  زياتې لاسته راوړنې او برياليتوبونه  لري چې لنډيز يې  په دې ډول وړاندې کېږي :
کميسيون د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې  د لوحو او د اعلانونو  د تابلوګانو د اصلاح  د طرزالعمل په طرحه کولو او تدوين کې چې په نهو مادو کې برابر شوى دى، هر اړخيزې هلې ځلې کړي دي .
په همدې ترتيب کميسيون د راتلوونکو اجرااتو او اقداماتو په خاطر يو طرز العمل او لارښود برابر کړى دى اوپه رسمي توګه يې ټولو وزارتونو  او اړوندو ادارو ته لېږلي دى.
دکميسيون غړو له پروګرام سره سم د کابل ښار ټولې ناحيې کتلي دي  او د بېلابېلو اصنافو  يوشمېر لوحې  چې په بهرنيو  ژبو برابرې شوې وې ، تثبيتې   او د ښاروالۍ د بېلابېلو ناحيو له لارې يې د هغو د اصلاح په خاطر په مشهودو  اقداماتو لاس پورې کړ ى دى .
  کميسيون  له خپل کاري پلان سره سم په پرله پسې توګه د کابل ښار ټولې ناحيې تر پوښښ لاندې نيسي.
د لوحو او د اعلاناتو د تابلوګانو د اصلاح  کميسيون د عامې روغتيا وزارت  تر مجموعې لاندې  په سمه توګه  د نومونو د ويشلو په برخه کې مرسته کوي.
دغه  کميسيون تر اوسه پورې د کابل ښار د مهموبرخو عکسونه اخيستي دي او د هغو لوحو د اصلاح په باب  چې دستوري ستونزې لري  او يا د ملي ژبو دکارولو پرځاى،له بهرنيو ژبوڅخه استفاده شوې ده د پلورنځيواو د نورواصنافو له  خاوندانو  سره  له خبرو  وروسته اصلاح او يا هم  هغوى ته يې لازمې لارښوونې کړي دي.
د تېريو کال په بهيرکې  دکميسيون غړي  د رسمي ماموريت د ترسره کولو په تېره بيا  د ساحو د کتنې په وخت  کې له يو لړ ستونزو  او چلنجونوسره هم مخامخ شوي  دي  يوه ستونزه  د لوحو  ا ود اعلانونو د تابلوګانو د نواقصو او نيمګړتياو  په لرې کولو کې  د ځينو خلکو نه همکاري ده.
دکميسيون غړي هيله لري  چې د پلورنځيو  او د نورو اصنافو خاوندان دفرهنګي ارزښتونو د ساتنې  او د ملي ژبو د ملاتړ اهميت ته په  پاملرنې او هم د ښار نظم ته په پاملرنې سره  ، دکميسيون له غړو سره نږدې او هر اړخيزه همکاري وکړي.
يوه بله ستونزه  د لوحو او د اعلانونو د تابلوګانو د نومونو د ويش په برخه کې  د جواز صادرونکو بنسټونو ته د يو واحد طرزالعمل نه شتون دى  چې له دې  جملې څخه يو مورد يې   په کابل ښاروالۍ کې د فعاليت د جوازونو ويشل دي  چې په ځينو مواردو کې د موجود لارښود او طرزالعمل د مفادو پرخلاف دى  چې په دې برخه کې  د کميسيون  په يوه غونډه کې دکابل ښار دناحيو فرهنګي مديرانو  او د جواز مديرانو ته بلنه ورکړ شوه  او سپارښتنه وشوه  چې  کاري  چارې دې بايد له لارښود سره سمې ترسره شي. پاىفذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته